کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمیسیون جوړیږي

24 سرطان 1403 ساعت 9:49

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال اعلان وکړ چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمیسیون به ژر تر ژره د هیواد په کچه د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې، د بزګرانو لپاره د بدیل فصل موندلو او په مخدره توکو د روږدو کسانو د درملنې په موخه جوړ شي.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د عالي کمېسيون د طرزالعملونو په اړه غونډه جوړه شوه. 

په دې کتنه کې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال وويل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې د عالي کميسيون د جوړولو هدف د هېواد په کچه له نشه يي توکو سره په اغيزمنه توګه مبارزه، د بزګرانو لپاره د بديل حاصلاتو پيدا کول او په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه ده.

نوموړي له نشه يي توکو سره د مبارزې د عالي کمیسیون د کړنلارو په اړه خپل نظر څرګند کړ او زیاته یې کړه چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت دریځ روښانه دی او هیچاته اجازه نه ورکول کیږي چې په هیواد کې د نشه یي توکو کښت، تولید او قاچاق کړي.

د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت په هیواد کې د نشه يي توکو د کښت او استعمال د له منځه وړلو په موخه جدي پروګرامونه پلي کړي دي.


د مطلب کود: 293497

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293497/د-نشه-یي-توکو-پر-وړاندې-مبارزې-عالي-کمیسیون-جوړیږي

آوا
  https://www.avapress.com