دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 293491
چین له اخراج شویو افغان کډوالو سره ۱۰۰ میلیونه یوان مرسته وکړه
د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي چې د چین سفیر د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه هېواد به د ایستل شویو افغان کډوالو لپاره سل میلیونه یوانه مرسته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست دین محمد حنیف په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا، د واخان دهلیز د اقتصادي او ترانزیتي اهمیت، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د چینايي شرکتونو د لېوالتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم پر زیاتوالي خبرې وکړې. 

په دې کتنه کې د چین سفیر د راستنیدونکو افغانانو د ستونزو د هواري په موخه له افغانستان سره د سل میلیونه چینایي یوانو ژمنه وکړه.

دا مرستې به د افغان حکومت سره په همغږۍ د کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي.
https://avapress.com/vdcdns0xfyt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته