آوا - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست دین محمد حنیف په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا، د واخان دهلیز د اقتصادي او ترانزیتي اهمیت، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د چینايي شرکتونو د لېوالتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم پر زیاتوالي خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د چین سفیر د راستنیدونکو افغانانو د ستونزو د هواري په موخه له افغانستان سره د سل میلیونه چینایي یوانو ژمنه وکړه.
دا مرستې به د افغان حکومت سره په همغږۍ د کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي.