دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۷
د مطلب کود : 293490
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۸۴۴۳ تنو ته رسیدلی دی
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۳۸۴۴۳ تنو ته رسیدلی دی. دغه راز د يوه بل خبريال په شهادت سره د رسنيو د شهيدانو شمېر ١٥٩ تنو ته ورسېد.
افغان غږ خبری آژانس: د محمد منهل ابوعرمانه په شهادت سره د غزې په تړانګه کښې د نسل وژنې جنګ له شروع کیدو او د دغې سیمې د خلکو په خلاف د صهیونیسټی رژیم د پرله پسې تیریو له امله د شهید شویو خبریالانو شمیر ۱۵۹ کسانو ته رسېدلی دی.

په عین حال کښې د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کې د صهیونیسټی رژیم د پرله پسې تیریو له امله د شهیدانو شمیر ۳۸ زره ۴۴۳ تنو او د زخمیانو شمیر ۸۸ زره ۴۸۱ ته اعلان کړې. 

د فلسطین د روغتیا وزارت د بیان له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې نیواکګرو د غزې د تړانګې په خلکو څلور ډله ایز قتلونه ترسره کړل چې په نتیجه کښې یې ۶۱ تنه شهیدان او ۱۲۹ تنه ژوبل شول .

البته، په دې احصایه کې د خان یونس کمپ هغه شهیدان شامل نه دي چې پرون سهار شهیدان شوي دي.
https://avapress.com/vdcco1qix2bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته