د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۳۸۴۴۳ تنو ته رسیدلی دی. دغه راز د يوه بل خبريال په شهادت سره د رسنيو د شهيدانو شمېر ١٥٩ تنو ته ورسېد.
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۸۴۴۳ تنو ته رسیدلی دی
24 سرطان 1403 ساعت 9:17
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۳۸۴۴۳ تنو ته رسیدلی دی. دغه راز د يوه بل خبريال په شهادت سره د رسنيو د شهيدانو شمېر ١٥٩ تنو ته ورسېد.
آوا: د محمد منهل ابوعرمانه په شهادت سره د غزې په تړانګه کښې د نسل وژنې جنګ له شروع کیدو او د دغې سیمې د خلکو په خلاف د صهیونیسټی رژیم د پرله پسې تیریو له امله د شهید شویو خبریالانو شمیر ۱۵۹ کسانو ته رسېدلی دی.
په عین حال کښې د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کې د صهیونیسټی رژیم د پرله پسې تیریو له امله د شهیدانو شمیر ۳۸ زره ۴۴۳ تنو او د زخمیانو شمیر ۸۸ زره ۴۸۱ ته اعلان کړې.
د فلسطین د روغتیا وزارت د بیان له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې نیواکګرو د غزې د تړانګې په خلکو څلور ډله ایز قتلونه ترسره کړل چې په نتیجه کښې یې ۶۱ تنه شهیدان او ۱۲۹ تنه ژوبل شول .
البته، په دې احصایه کې د خان یونس کمپ هغه شهیدان شامل نه دي چې پرون سهار شهیدان شوي دي.
د مطلب کود: 293490