افغان غږ خبری آژانس: د ښاغلي خان مدافع وکیل وايي، عمران خان او بشرا بي بي په هیڅ صورت په زندان کې نه دي محکوم شوي او باید ژر تر ژره له بنده خوشې شي.
د پاکستان له پولیسو او محکمو سره له یو کال جګړې وروسته، د عمران خان وکیلان وکولای شول چې هغه او مېرمن یې بې ګناه ثابت کړي.
دغې محکمې ویلي، که عمران خان او مېرمن یې په یوه بله قضیه کې تر تعقیب لاندې نه وي، باید ژر تر ژره له زندانه خوشې شي.
د عمران خان ویاند او د پاکستان د ولسی جرګې غړی نعیم حیدر پنجوت وویل:«ښاغلی عمران خان او مېرمن یې بی بی له دغو درواغو تورونو برائت شوی دی. محکمې زموږ دواړه غوښتنې ومنلې. د هغوی د خوشي کولو امر یې صادر کړ.»
عمران خان د دولتي ډالیو د غیر قانوني پلورلو او د پاکستان د حکومت د پټ لیک د افشا کولو په قضیه کې په څوارلس کاله بند محکوم شو.
درې میاشتې وړاندې د اسلام اباد ستره محکمه د عمران خان او بشری بي بي د ۱۴ کلونو بند سزا وځنډوله.
عمران خان د امنیتي ځواکونو او پاکستاني پوځ له څو میاشتو هڅو وروسته د تېر کال په اسد میاشت کې ونیول شو او د راولپنډۍ ښار اډیاله زندان ته ولېږدول شو.