افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه بانک نن (شنبه، د سرطان ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د اسعارو او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتی چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړی.
د هیواد مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي.
دې بانک لیکلي: "د اسعارو د لیلام داوطلبۍ کې د معاملې جزوي تصفیه اجازه نلري. د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې پور شوي پیسې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې یو ځل د نغدو پیسو په توګه د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري.
د يادونې وړ ده، چې مرکزي بانک تر دې وړاندې هم د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه ميليونونه ډالر د ليلام له لارې پلورلي دي.