کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کوي

23 سرطان 1403 ساعت 13:23

د هېواد مرکزي بانک وايي، د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه به سبا (یکشنبه د سرطان ۲۴مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر وپلوري.


آوا - کابل: دغه بانک نن (شنبه، د سرطان ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د اسعارو او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتی چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړی.

د هیواد مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي.

دې بانک لیکلي: "د اسعارو د لیلام داوطلبۍ کې د معاملې جزوي تصفیه اجازه نلري. د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې پور شوي پیسې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې یو ځل د نغدو پیسو په توګه د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري.

د يادونې وړ ده، چې مرکزي بانک تر دې وړاندې هم د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه ميليونونه ډالر د ليلام له لارې پلورلي دي.


د مطلب کود: 293459

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293459/مرکزي-بانک-۱۵-میلیونه-ډالره-لیلام-کوي

آوا
  https://www.avapress.com