دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 293453
د څه دپاسه څلور ميليونه افغانيو په لګښت د په ميدان وردګ کې د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار پيل شو
د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق له خوا د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په میدان وردګو ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار پیل شوی دی.

د دوی په وینا، تمه ده چې د دې شبکې په جوړېدو سره به د جلریز ولسوالۍ ۲۲۲ کورنۍ د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کړي.

ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د اوبو رسولو د دغې شبکې پر جوړولو څه باندې څلور میلیونه افغانۍ لګوي.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم په مختلفو ولایتونو کې د اسلامي امارت لخوا او د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د اړتیا د پوره کولو په موخه د اوبو رسولو شبکې جوړې شوي دي.
https://avapress.com/vdcbsfb5frhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته