کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د څه دپاسه څلور ميليونه افغانيو په لګښت د په ميدان وردګ کې د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار پيل شو

23 سرطان 1403 ساعت 12:15

د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق له خوا د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.


آوا - کابل: په میدان وردګو ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار پیل شوی دی.

د دوی په وینا، تمه ده چې د دې شبکې په جوړېدو سره به د جلریز ولسوالۍ ۲۲۲ کورنۍ د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کړي.

ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د اوبو رسولو د دغې شبکې پر جوړولو څه باندې څلور میلیونه افغانۍ لګوي.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم په مختلفو ولایتونو کې د اسلامي امارت لخوا او د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د اړتیا د پوره کولو په موخه د اوبو رسولو شبکې جوړې شوي دي.


د مطلب کود: 293453

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293453/د-څه-دپاسه-څلور-ميليونه-افغانيو-په-لګښت-ميدان-وردګ-کې-اوبو-رسولو-شبکې-جوړولو-کار-پيل-شو

آوا
  https://www.avapress.com