افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې څخه تر نن ورځې پورې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۳۸ زره ۳۴۵ تنو ته رسیدلی دی. د ټپيانو شمېر ۸۸ زره ۲۹۵ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.
په عین حال کښې په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټی رژیم د تیریو د بدو پایلو په هکله په یوه تحقیقی راپور کښې یوې متخصصې طبی خپرونې اعلان وکړ چې په دغه تړانګه کښې د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر د رسمی احصائیو په پرتله ډیر زیات دی او ښایی ۱۸۶ زرو تنو ته ورسیږی.