کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۸ زره او ۳۴۵ تنو ته ورسید

22 سرطان 1403 ساعت 11:18

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د شهیدانو شمیر ۳۸۳۴۵ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې څخه تر نن ورځې پورې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۳۸ زره ۳۴۵ تنو ته رسیدلی دی. د ټپيانو شمېر ۸۸ زره ۲۹۵ تنو ته ورسېد.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.
 
په عین حال کښې په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټی رژیم د تیریو د بدو پایلو په هکله په یوه تحقیقی راپور کښې یوې متخصصې طبی خپرونې اعلان وکړ چې په دغه تړانګه کښې د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر د رسمی احصائیو په پرتله ډیر زیات دی او ښایی ۱۸۶ زرو تنو ته ورسیږی.


د مطلب کود: 293406

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293406/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۳۸-زره-او-۳۴۵-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com