افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د بندیانو کلب اعلان کړی، چې صهیونیسټی ځواکونو له تیرې شپې راهیسې د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو کښې ۱۵ تنه نور بندیان هم نیولی دی، چې ځینې یې ښځې او ځینې یې پخوانی بندیان دی.
د العسیر کلب د بیان له مخې د دغو کسانو په نیول کیدو سره د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په لویدیځه غاړه کښې د فلسطینیانو د بندیانو شمیر ۹۶۲۵ تنو ته رسیدلی دی.
په همدې حال کې په تېرو لسو میاشتو کې په غزې تړانګه کې زرګونه نور کسان نیول شوي دي.