کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لویدیځه غاړه کې د فلسطیني بندیانو شمیر ۹۶۲۵ تنو ته لوړ شو

22 سرطان 1403 ساعت 11:10

د فلسطین د بندیانو کلب اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم له خوا د اکتوبر له اوومې نیټې څخه تراوسه ۹۶۲۵ تنه په لویدیځه غاړه کښې بندیان شوی دی.


آوا: د فلسطین د بندیانو کلب اعلان کړی، چې صهیونیسټی ځواکونو له تیرې شپې راهیسې د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو کښې ۱۵ تنه نور بندیان هم نیولی دی، چې ځینې یې ښځې او ځینې یې پخوانی بندیان دی.
 
د العسیر کلب د بیان له مخې د دغو کسانو په نیول کیدو سره د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په لویدیځه غاړه کښې د فلسطینیانو د بندیانو شمیر ۹۶۲۵ تنو ته رسیدلی دی.
 
په همدې حال کې په تېرو لسو میاشتو کې په غزې تړانګه کې زرګونه نور کسان نیول شوي دي.


د مطلب کود: 293405

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293405/په-لویدیځه-غاړه-کې-د-فلسطیني-بندیانو-شمیر-۹۶۲۵-تنو-ته-لوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com