افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سالنګ د لویې لارې د پاتې دریو برخو چارې به په نږدې دوو اونیو کې پیل شي.
د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقیار له موټر چلوونکو وغوښتل چې د وزارت له مهالوېش سره سم د اګست له څلورمې نېټې څخه پر لویو لارو تګ راتګ وکړي.
هغه زياته کړه، چې د کوچنيو مسافر وړونکو موټرو لپاره هره ورځ د سهار له ٦ بجو څخه تر مازيګر تر شپږو بجو پورې د لويو مسافر وړونکو موټرو لپاره يوه شپه له سوېل څخه شمال او يوه شپه له شمال څخه سوېل ته د ترانسپورت زمينه برابرېږي.