کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سالنګ د لویې لارې د پاتې برخو د جوړولو کار به په دوو اونیو کې پیل شي

22 سرطان 1403 ساعت 10:59

د فواید عامې وزارت د روان کال له څلورمې څخه د سالنګ د لویې لارې د پاتې برخو د جوړولو کار پیل اعلان کړی او وايي، چې د کار له پیل وروسته به موټر چلوونکي د وزارت له لوري د ټاکل شوي وخت له مخې پر لویه لار تګ راتګ کوي.


آوا - کابل: د فواید عامې وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سالنګ د لویې لارې د پاتې دریو برخو چارې به په نږدې دوو اونیو کې پیل شي.
 
د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقیار له موټر چلوونکو وغوښتل چې د وزارت له مهالوېش سره سم د اګست له څلورمې نېټې څخه پر لویو لارو تګ راتګ وکړي.
 
هغه زياته کړه، چې د کوچنيو مسافر وړونکو موټرو لپاره هره ورځ د سهار له ٦ بجو څخه تر مازيګر تر شپږو بجو پورې د لويو مسافر وړونکو موټرو لپاره يوه شپه له سوېل څخه شمال او يوه شپه له شمال څخه سوېل ته د ترانسپورت زمينه برابرېږي.


د مطلب کود: 293402

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293402/د-سالنګ-لویې-لارې-پاتې-برخو-جوړولو-کار-په-دوو-اونیو-کې-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com