دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 293400
افغانستان له چین سره د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۱۰ زره ټنه پنبه صادرولو تړون لاسلیک کړ
د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه کورني شرکت او یوه چینایي شرکت ترمنځ د ۱۰ زره ټنه پنبې د صادراتو تړون لاسلیک شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صادراتو د ملي ورځې د نمانځلو او د ۱۴۰۲ صادروونکو هېوادونو د قدردانۍ په موخه د کنفرانس په څنډه کې چې نن پنجشنبه د سرطان ۲۱ مه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له خوا جوړ شو. د اماراتو په نوم د یوه کورني تولیدي شرکت د مسوولینو او یوه چینايي شرکت ترمنځ تړون لاسلیک شو.
 
د تړون له مخې به د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۰ زره ټنه افغاني پنبه چین ته صادرېږي.
 
د افغانستان د پنبې د پروسس شرکت مسوولینو د دغه تړون له لاسلیکولو خوښي وښوده او ویې ویل چې د هېواد پنبه په نړۍ کې تر ټولو ښه کیفیت لري.
 
دوی د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه غوښتنه کوي چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د کورنیو تولیداتو د صادرولو زمینه برابره کړي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو د صادراتو د ملي ورځې د نمانځلو په مناسبت په جوړ شوي کنفرانس کې اعلان وکړ چې د هېواد د صادراتو د زیاتوالي په موخه به سوداګرو او تولیدي شرکتونو ته ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړي.
https://avapress.com/vdcdzs0xzyt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته