کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان له چین سره د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۱۰ زره ټنه پنبه صادرولو تړون لاسلیک کړ

22 سرطان 1403 ساعت 10:51

د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه کورني شرکت او یوه چینایي شرکت ترمنځ د ۱۰ زره ټنه پنبې د صادراتو تړون لاسلیک شو.


آوا - کابل: د صادراتو د ملي ورځې د نمانځلو او د ۱۴۰۲ صادروونکو هېوادونو د قدردانۍ په موخه د کنفرانس په څنډه کې چې نن پنجشنبه د سرطان ۲۱ مه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له خوا جوړ شو. د اماراتو په نوم د یوه کورني تولیدي شرکت د مسوولینو او یوه چینايي شرکت ترمنځ تړون لاسلیک شو.
 
د تړون له مخې به د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۰ زره ټنه افغاني پنبه چین ته صادرېږي.
 
د افغانستان د پنبې د پروسس شرکت مسوولینو د دغه تړون له لاسلیکولو خوښي وښوده او ویې ویل چې د هېواد پنبه په نړۍ کې تر ټولو ښه کیفیت لري.
 
دوی د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه غوښتنه کوي چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د کورنیو تولیداتو د صادرولو زمینه برابره کړي.
 
په همدې حال کې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو د صادراتو د ملي ورځې د نمانځلو په مناسبت په جوړ شوي کنفرانس کې اعلان وکړ چې د هېواد د صادراتو د زیاتوالي په موخه به سوداګرو او تولیدي شرکتونو ته ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړي.


د مطلب کود: 293400

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293400/افغانستان-له-چین-سره-د-۲۵-میلیونه-ډالرو-په-ارزښت-۱۰-زره-ټنه-پنبه-صادرولو-تړون-لاسلیک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com