دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 293373
په هلمند کې درې تنه انسان تښتوونکي او څه دپاسه ديارلس کيلوګرامه هيروين نيول شوې
درې تنه انسان تښتوونکي په لښکرګاه ښارکې د پوليسو له خوا ونيول شول.
افغان غږ خبری آژانس: د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند ملا عزت الله رښتين وايي، درې تنه انسان تښتوونکي يې د لښکرګاه ښار د يوه اوسېدونکي د تښتولو پر مهال نيولي دي.

رښتين وايي، چې تښتوونکو غوښتل د دغه کس د خلاصون په بدل کې پيسې ترلاسه کړي.

د لښکرګاه د امنیې قوماندانۍ ویاند همدا راز زیاتوي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت ځواکونو ۱۳.۵ کیلو ګرامه هیروئین، چې په یوه ۵۸۰ ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو او کابل ته لېږدول کېدل کشف او ترلاسه کړل./باختر
https://avapress.com/vdccm1qi12bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته