کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې درې تنه انسان تښتوونکي او څه دپاسه ديارلس کيلوګرامه هيروين نيول شوې

21 سرطان 1403 ساعت 11:59

درې تنه انسان تښتوونکي په لښکرګاه ښارکې د پوليسو له خوا ونيول شول.


آوا: د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند ملا عزت الله رښتين وايي، درې تنه انسان تښتوونکي يې د لښکرګاه ښار د يوه اوسېدونکي د تښتولو پر مهال نيولي دي.

رښتين وايي، چې تښتوونکو غوښتل د دغه کس د خلاصون په بدل کې پيسې ترلاسه کړي.

د لښکرګاه د امنیې قوماندانۍ ویاند همدا راز زیاتوي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت ځواکونو ۱۳.۵ کیلو ګرامه هیروئین، چې په یوه ۵۸۰ ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو او کابل ته لېږدول کېدل کشف او ترلاسه کړل./باختر


د مطلب کود: 293373

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293373/په-هلمند-کې-درې-تنه-انسان-تښتوونکي-او-څه-دپاسه-ديارلس-کيلوګرامه-هيروين-نيول-شوې

آوا
  https://www.avapress.com