دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 293368
مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ترکمنستان له سفیر سره وکتل
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن د افغانستان لپاره د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلې.
افغان غږ خبری آژانس: په دې کتنه کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې پر غزولو، تورغنډۍ سټېشن ظرفیت لوړونې او د هرات نورالجهاد برق سبسټېشن د چارو په تړاو خبرې اترې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هیله څرګنده کړه، چې افغان لوری به هڅه وکړي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو پاتې برخې مسئلې اوارې او عملاً کار پیل شي.

متقي همدارنګه ويلي چې د افغانستان اړوندې ادارې کار کوي، څو د ټاپي پروژې ټول حقوقي اسناد نهايي او د کار د پیل زمینه برابره شي.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې همدارنګه ويلي چې د تورغنډۍ بندر کې د اوسپنې پټلۍ اړوند تاسیساتو جوړولو په اړه هم اړونده افغان اداره کار کوي او په نژدې راتلونکي کې به د ترکمنستان لوري ته اطلاع ورکړي./باختر
https://avapress.com/vdcg3w9x7ak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته