کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

21 سرطان 1403 ساعت 11:42

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن د افغانستان لپاره د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلې.


آوا: په دې کتنه کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې پر غزولو، تورغنډۍ سټېشن ظرفیت لوړونې او د هرات نورالجهاد برق سبسټېشن د چارو په تړاو خبرې اترې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هیله څرګنده کړه، چې افغان لوری به هڅه وکړي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو پاتې برخې مسئلې اوارې او عملاً کار پیل شي.

متقي همدارنګه ويلي چې د افغانستان اړوندې ادارې کار کوي، څو د ټاپي پروژې ټول حقوقي اسناد نهايي او د کار د پیل زمینه برابره شي.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې همدارنګه ويلي چې د تورغنډۍ بندر کې د اوسپنې پټلۍ اړوند تاسیساتو جوړولو په اړه هم اړونده افغان اداره کار کوي او په نژدې راتلونکي کې به د ترکمنستان لوري ته اطلاع ورکړي./باختر


د مطلب کود: 293368

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293368/مولوي-امیر-خان-متقي-د-افغانستان-لپاره-ترکمنستان-له-سفیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com