دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 293366
له افغانانو سره د روغتیا، کرنې او زده کړو په برخو کې همکاریو ته دوام ورکوو
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکايوشي کورومايا سره کتلي دي.
افغان غږ خبری آژانس:  ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست په دې کتنه کې له افغانستان سره د جاپان د مرستو له کبله د قدردانۍ ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا ټینګښت ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په کابل کې د جاپان سفیر هم په دغه کتنه کې د سرتاسري امنیت او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د کړنو ستاینه کړې ده او ويلي يې دي، چې جاپان د افغانستان له خلکو سره د روغتیا، کرنې، زده کړو او په نورو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.
https://avapress.com/vdcepx8wpjh8oxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته