د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکايوشي کورومايا سره کتلي دي.
کابل کې د جاپان سفير:
له افغانانو سره د روغتیا، کرنې او زده کړو په برخو کې همکاریو ته دوام ورکوو
21 سرطان 1403 ساعت 11:39
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکايوشي کورومايا سره کتلي دي.
آوا: ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست په دې کتنه کې له افغانستان سره د جاپان د مرستو له کبله د قدردانۍ ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا ټینګښت ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په کابل کې د جاپان سفیر هم په دغه کتنه کې د سرتاسري امنیت او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د کړنو ستاینه کړې ده او ويلي يې دي، چې جاپان د افغانستان له خلکو سره د روغتیا، کرنې، زده کړو او په نورو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.
د مطلب کود: 293366