دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 293347
د غزې تړانګې د شهیدانو شمېر ۳۸ زره او ۲۹۵ تنو ته ورسېد
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې څلور قتلونه وکړل چې په نتیجه کښې یې ۵۲ کسان شهیدان او ۲۰۸ نور ژوبل شول.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې اعلان وکړ؛ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې صهیونیسټ رژیم څلور قتلونه وکړل چې په نتیجه کښې یې ۵۲ کسان شهیدان او ۲۰۸ نور ژوبل شول.

د دې پر بنسټ، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۸ زره ۲۹۵ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۸۸ زرو ته رسېدلی دی. 

د فلسطیني چارواکو په وینا، په غزه کې شاوخوا ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.
https://avapress.com/vdcdos0x5yt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته