کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې تړانګې د شهیدانو شمېر ۳۸ زره او ۲۹۵ تنو ته ورسېد

21 سرطان 1403 ساعت 9:12

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې څلور قتلونه وکړل چې په نتیجه کښې یې ۵۲ کسان شهیدان او ۲۰۸ نور ژوبل شول.


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې اعلان وکړ؛ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې صهیونیسټ رژیم څلور قتلونه وکړل چې په نتیجه کښې یې ۵۲ کسان شهیدان او ۲۰۸ نور ژوبل شول.

د دې پر بنسټ، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۸ زره ۲۹۵ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۸۸ زرو ته رسېدلی دی. 

د فلسطیني چارواکو په وینا، په غزه کې شاوخوا ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.


د مطلب کود: 293347

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293347/د-غزې-تړانګې-شهیدانو-شمېر-۳۸-زره-او-۲۹۵-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com