دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۰
د مطلب کود : 293346
دولتي او خصوصي بنسټونه باید له شته امنیت څخه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار واخلي
په کابل کې د ګرځندوی او طبي شرکتونو د مرکزي کمپلکس د پرانیستې په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت ویاند د هېواد اوسنی امنیت په تېرو څو لسیزو کې بې ساري وباله او ویې ویل، چې دولتي او خصوصي بنسټونه باید له دې کار څخه ډېره ګټه پورته کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل ښار کې د ګرځندوی او طبي شرکتونو د مرکزي کمپلکس د پرانیستې مراسم پرون د سرطان په ۲۰مه ترسره شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند مولوي عبدالمتين قانع د امنيت ټينګښت د دولت د جوړيدو يوه اساسي برخه وبلله او ويې ويل هغه امنيت چې نن په ټول هيواد کې شتون لري دقدر وړ دى.

هغه په ​​يوه هېواد کې د امنيت تامين د ټولو ټولنيزو کارونو بنسټ وباله او زياته يې کړه، هغه ټولنه او هېواد چې بشپړ امنيت نه لري، په نورو برخو کې بريالى نه شي.

د کورنيو چارو وزارت وياند وويل، چې د داوود خان له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې هېڅکله هم دا ډول امنيتي حالت نه و او په وينا يې اوسمهال د هېواد ټول ولايتونه له بشپړ امنيت څخه برخمن دي.

ښاغلي قانع اقتصاد د یوې ټولنې او هېواد د دوام او بقا لپاره دوهمه اړینه برخه وګڼله او زیاته یې کړه، که څه هم سرپرست حکومت د نړیوالو راکړو ورکړو په کچه له ګڼو اقتصادي او بانکي بندیزونو سره مخ دی، خو د هېواد اقتصاد د پام وړ وده کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي د هېواد له اقتصادي بنسټونو وغوښتل چې د امنیت په سیوري کې د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.

د کابل د څلورمې امنيتي حوزې امر مولوي خالد د هېواد له روان وضعيت څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې يو وخت په نړۍ کې هيچا د افغانستان پروا نه درلوده، خو اوس نړۍ هڅه کوي چې له افغانستان سره تعامل وکړي.

نوموړي له پانګوالو هم وغوښتل، چې د سوداګرۍ په برخه کې دې لومړی د الله تعالی فرمانونه او دویم د خلکو او هېواد ګټې په نظر کې ونیسي او موخه دې د هېوادوالو خدمت وي.

په کابل کې د ګرځندوى او طبي شرکتونو د مرکزي کمپلکس مشر له حکومت څخه وغوښتل چې د ګرځندوی شرکتونو لپاره د جوازونو په ورکولو کې اسانتیاوې رامینځته کړي.
https://avapress.com/vdcc01qie2bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته