کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت ویاند:

دولتي او خصوصي بنسټونه باید له شته امنیت څخه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار واخلي

21 سرطان 1403 ساعت 9:10

په کابل کې د ګرځندوی او طبي شرکتونو د مرکزي کمپلکس د پرانیستې په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت ویاند د هېواد اوسنی امنیت په تېرو څو لسیزو کې بې ساري وباله او ویې ویل، چې دولتي او خصوصي بنسټونه باید له دې کار څخه ډېره ګټه پورته کړي.


آوا - کابل: په کابل ښار کې د ګرځندوی او طبي شرکتونو د مرکزي کمپلکس د پرانیستې مراسم پرون د سرطان په ۲۰مه ترسره شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند مولوي عبدالمتين قانع د امنيت ټينګښت د دولت د جوړيدو يوه اساسي برخه وبلله او ويې ويل هغه امنيت چې نن په ټول هيواد کې شتون لري دقدر وړ دى.

هغه په ​​يوه هېواد کې د امنيت تامين د ټولو ټولنيزو کارونو بنسټ وباله او زياته يې کړه، هغه ټولنه او هېواد چې بشپړ امنيت نه لري، په نورو برخو کې بريالى نه شي.

د کورنيو چارو وزارت وياند وويل، چې د داوود خان له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې هېڅکله هم دا ډول امنيتي حالت نه و او په وينا يې اوسمهال د هېواد ټول ولايتونه له بشپړ امنيت څخه برخمن دي.

ښاغلي قانع اقتصاد د یوې ټولنې او هېواد د دوام او بقا لپاره دوهمه اړینه برخه وګڼله او زیاته یې کړه، که څه هم سرپرست حکومت د نړیوالو راکړو ورکړو په کچه له ګڼو اقتصادي او بانکي بندیزونو سره مخ دی، خو د هېواد اقتصاد د پام وړ وده کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي د هېواد له اقتصادي بنسټونو وغوښتل چې د امنیت په سیوري کې د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.

د کابل د څلورمې امنيتي حوزې امر مولوي خالد د هېواد له روان وضعيت څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې يو وخت په نړۍ کې هيچا د افغانستان پروا نه درلوده، خو اوس نړۍ هڅه کوي چې له افغانستان سره تعامل وکړي.

نوموړي له پانګوالو هم وغوښتل، چې د سوداګرۍ په برخه کې دې لومړی د الله تعالی فرمانونه او دویم د خلکو او هېواد ګټې په نظر کې ونیسي او موخه دې د هېوادوالو خدمت وي.

په کابل کې د ګرځندوى او طبي شرکتونو د مرکزي کمپلکس مشر له حکومت څخه وغوښتل چې د ګرځندوی شرکتونو لپاره د جوازونو په ورکولو کې اسانتیاوې رامینځته کړي.


د مطلب کود: 293346

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293346/دولتي-او-خصوصي-بنسټونه-باید-له-شته-امنیت-څخه-د-هېواد-اقتصادي-ودې-لپاره-کار-واخلي

آوا
  https://www.avapress.com