دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 293323
قزاقستان له افغانستان سره د ترانسپورتي اړیکو د پراختیا لپاره لېوالتیا لري
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې په کابل کې د قزاقستان سفير د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې وويل چې هېواد يې له افغانستان سره د ترانسپورتي اړيکو پراختيا ته لېوال دى او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده د قزاقستان له سفیر علیم خان یاسین ګیلدیف سره وکتل. 

ويل کېږي چې په دې کتنه کې د دوه اړخيزو هوايي اړيکو پر پراختيا، د سړکونو او ترانزيټي ترانسپورت، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو توکو د اسانه لېږد او يو شمېر نورو مسايلو په اړه خبرې وشوې.

په کابل کې د قزاقستان سفیر ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د ځمکنیو او هوايي ترانسپورتي اړیکو پراخولو ته لېوال دی او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

له بلې خوا ملا حمیدالله اخندزاده قزاقستان ته د اسلامي امارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
https://avapress.com/vdchixnix23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته