کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قزاقستان له افغانستان سره د ترانسپورتي اړیکو د پراختیا لپاره لېوالتیا لري

20 سرطان 1403 ساعت 13:13

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې په کابل کې د قزاقستان سفير د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې وويل چې هېواد يې له افغانستان سره د ترانسپورتي اړيکو پراختيا ته لېوال دى او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دى.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده د قزاقستان له سفیر علیم خان یاسین ګیلدیف سره وکتل. 

ويل کېږي چې په دې کتنه کې د دوه اړخيزو هوايي اړيکو پر پراختيا، د سړکونو او ترانزيټي ترانسپورت، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو توکو د اسانه لېږد او يو شمېر نورو مسايلو په اړه خبرې وشوې.

په کابل کې د قزاقستان سفیر ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د ځمکنیو او هوايي ترانسپورتي اړیکو پراخولو ته لېوال دی او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

له بلې خوا ملا حمیدالله اخندزاده قزاقستان ته د اسلامي امارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.


د مطلب کود: 293323

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293323/قزاقستان-له-افغانستان-سره-د-ترانسپورتي-اړیکو-پراختیا-لپاره-لېوالتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.com