دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 293321
د مرکزي بانک له لوري د شاوخوا ۹۰۰ میلیونو افغانیو سوځول
د هېواد مرکزي بانک د دغه بانک د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې د ۸۸۹ میلیونه او ۹۲۰ زره د زاړه افغانیو بانک نوټونو د سوځولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغو بانکنوټونو د سوځولو پر مهال د مرکزي بانک دویم مرستیال ملا محمد اخند له هېوادوالو غوښتي چې د پیسو د ساتلو په برخه کې احتیاط وکړي. 

تر دې وړاندې هم د هېواد مرکزي بانک د هېواد له بازارونو څخه ميليونونه افغانۍ راټولې کړې وې او سوځولې وې.
https://avapress.com/vdcf0md0yw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته