د هېواد مرکزي بانک د دغه بانک د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې د ۸۸۹ میلیونه او ۹۲۰ زره د زاړه افغانیو بانک نوټونو د سوځولو اعلان وکړ.
د مرکزي بانک له لوري د شاوخوا ۹۰۰ میلیونو افغانیو سوځول
20 سرطان 1403 ساعت 13:08
د هېواد مرکزي بانک د دغه بانک د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې د ۸۸۹ میلیونه او ۹۲۰ زره د زاړه افغانیو بانک نوټونو د سوځولو اعلان وکړ.
آوا - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغو بانکنوټونو د سوځولو پر مهال د مرکزي بانک دویم مرستیال ملا محمد اخند له هېوادوالو غوښتي چې د پیسو د ساتلو په برخه کې احتیاط وکړي.
تر دې وړاندې هم د هېواد مرکزي بانک د هېواد له بازارونو څخه ميليونونه افغانۍ راټولې کړې وې او سوځولې وې.
د مطلب کود: 293321