دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 293303
د افغانستان اوسنی نظام خپلواک دی
د روسیې ولسمشر او د هند لومړي وزیر د سیمې د وضعیت په اړه په مسکو کې د یوې غونډې پر مهال د افغانستان اوسنی نظام یو خپلواک دولت وباله.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په مسکو کې د سیمې د وضعیت په اړه د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان اوسنی نظام یو خپلواک حکومت وباله.

باید یادونه وشي چې پوتین له اسلامي امارت سره د اړیکو پراخول یوه مهمه اړتیا بللې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې سرپرست حکومت د امنیت په تامین او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې بریالی دی او د همدې اصل له مخې باید ورسره تعامل وشي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران، روسیه، چین، هند، پاکستان او د سیمې نور هېوادونه تل په منځنۍ اسیا کې د ثبات د رامنځته کولو په هڅه کې دي، تر څو له دغو هېوادونو څخه د لوېدیځ له لاسوهنو ډډه وکړي او د دې هېواد د آبادۍ لپاره همکاري وکړي. 
https://avapress.com/vdcfxmd0mw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته