کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند او روسیه:

د افغانستان اوسنی نظام خپلواک دی

20 سرطان 1403 ساعت 11:14

د روسیې ولسمشر او د هند لومړي وزیر د سیمې د وضعیت په اړه په مسکو کې د یوې غونډې پر مهال د افغانستان اوسنی نظام یو خپلواک دولت وباله.


آوا - کابل: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په مسکو کې د سیمې د وضعیت په اړه د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان اوسنی نظام یو خپلواک حکومت وباله.

باید یادونه وشي چې پوتین له اسلامي امارت سره د اړیکو پراخول یوه مهمه اړتیا بللې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې سرپرست حکومت د امنیت په تامین او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې بریالی دی او د همدې اصل له مخې باید ورسره تعامل وشي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران، روسیه، چین، هند، پاکستان او د سیمې نور هېوادونه تل په منځنۍ اسیا کې د ثبات د رامنځته کولو په هڅه کې دي، تر څو له دغو هېوادونو څخه د لوېدیځ له لاسوهنو ډډه وکړي او د دې هېواد د آبادۍ لپاره همکاري وکړي. 


د مطلب کود: 293303

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293303/د-افغانستان-اوسنی-نظام-خپلواک-دی

آوا
  https://www.avapress.com