دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود : 293287
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۸۲۴۳ تنو ته رسیدلی دی
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۳۸۲۴۳ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۸ زره ۲۴۳ او د زخمیانو شمیر ۸۸ زره او ۳۳ تنو ته رسیدلی دی.

دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۵۰ کسان شهیدان او ۱۳۰ نور ژوبل شول.

باید یادونه وشي چې د صهیونیسټي رژیم د حملو په سلو کې اویا قربانیان ښځې او ماشومان دي.
https://avapress.com/vdcg7w9xuak9yx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته