کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۸۲۴۳ تنو ته رسیدلی دی

20 سرطان 1403 ساعت 9:15

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزې تړانګه کې د شهیدانو شمیر ۳۸۲۴۳ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۸ زره ۲۴۳ او د زخمیانو شمیر ۸۸ زره او ۳۳ تنو ته رسیدلی دی.

دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۵۰ کسان شهیدان او ۱۳۰ نور ژوبل شول.

باید یادونه وشي چې د صهیونیسټي رژیم د حملو په سلو کې اویا قربانیان ښځې او ماشومان دي.


د مطلب کود: 293287

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293287/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۳۸۲۴۳-تنو-ته-رسیدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com