افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس مهال د پلازمېنې په ګډون په ټولو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د لا زیاتې همغږۍ هڅې روانې دي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي په نږدې پنځه زره روغتیايي مرکزونو کې د لسګونو کارکوونکو له خوا د فعالیت او خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکوي.
د ملي ټلوېزیون له مخې، د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان امرخېل وايي، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په ټول هېواد کې ۳۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او د پاتې نیمايي پروژو چارې به سږ کال بشپړې شي.
په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د عامې روغتیا وزارت د هڅو هرکلی کوي او په روغتیايي برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو غوښتونکي دي.
باید وویل شي، چې د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې به په ۱۴۰۳ کال کې شاوخوا شپږ زره نوي روغتیايي کارکوونکي د روغتیا ریاست ته په دندو وګمارل شي.