کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو درېیو کلونو کې په هېواد کې ۳۵۰ نوې روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

2 سرطان 1403 ساعت 13:04

د عامې روغتیا وزارت چارواکي په تېرو درېیو کلونو کې د ۳۵۰ نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو خبر ورکوي او وايي چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له راتګ وروسته په هېواد کې د لا ډېرو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو هڅې روانې دي.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس مهال د پلازمېنې په ګډون په ټولو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د لا زیاتې همغږۍ هڅې روانې دي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي په نږدې پنځه زره روغتیايي مرکزونو کې د لسګونو کارکوونکو له خوا د فعالیت او خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکوي.

د ملي ټلوېزیون له مخې، د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان امرخېل وايي، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په ټول هېواد کې ۳۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او د پاتې نیمايي پروژو چارې به سږ کال بشپړې شي.

په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د عامې روغتیا وزارت د هڅو هرکلی کوي او په روغتیايي برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو غوښتونکي دي.

باید وویل شي، چې د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې به په ۱۴۰۳ کال کې شاوخوا شپږ زره نوي روغتیايي کارکوونکي د روغتیا ریاست ته په دندو وګمارل شي.


د مطلب کود: 292272

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292272/په-تېرو-درېیو-کلونو-کې-هېواد-۳۵۰-نوې-روغتیايي-مرکزونه-جوړ-شوي

آوا
  https://www.avapress.com