افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه خپاره شوي راپورونه د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستي راپور پر بنسټ دي، په داسې حال کې چې دغه راپور د ختیځې مدیترانې سیمې لپاره خپور شوی، د افغانستان د شمېرو لپاره د حاد اسهال اصطلاح کارول شوې ده چې د حقیقي ارقامو او کولرا سره هیڅ تړاو نلري.
دغه وزارت له رسنیو وغوښتل چې د راپورونو په چمتو کولو کې په مسلکي او دقیق ډول عمل وکړي او د ناروغیو په اړه کره او رښتیني معلومات له هېوادوالو او نړیوالې ټولنې سره شریک کړي.