دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 292026
ایټالیا له افغانستان سره څه باندې درې میلیونه ډالره مرسته وکړه
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق (STFA) وايي، ایټالیا له افغانستان سره ۳.۱ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق (STFA) ویلي چې دغه مرستې به په افغانستان کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې، له بې ځایه شویو او راستنیدونکو سره د مرستو په برابرولو او یو شمېر نورو برخو کې ولګول شي. 

د يادونې وړ ده، چې دا د ايټاليا هېواد لومړۍ مالي مرسته ده، چې د دغه صندوق له لارې له افغانستان سره کېږي.

تر دې مخکې یو شمېر اروپايي هېوادونو د ملګرو ملتونو د ځانګړي وجهي صندوق له لارې له افغانستان سره مرستې کړې دي.
https://avapress.com/vdcgxx9x3ak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته