کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایټالیا له افغانستان سره څه باندې درې میلیونه ډالره مرسته وکړه

26 جوزا 1403 ساعت 11:35

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق (STFA) وايي، ایټالیا له افغانستان سره ۳.۱ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق (STFA) ویلي چې دغه مرستې به په افغانستان کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې، له بې ځایه شویو او راستنیدونکو سره د مرستو په برابرولو او یو شمېر نورو برخو کې ولګول شي. 

د يادونې وړ ده، چې دا د ايټاليا هېواد لومړۍ مالي مرسته ده، چې د دغه صندوق له لارې له افغانستان سره کېږي.

تر دې مخکې یو شمېر اروپايي هېوادونو د ملګرو ملتونو د ځانګړي وجهي صندوق له لارې له افغانستان سره مرستې کړې دي.


د مطلب کود: 292026

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292026/ایټالیا-له-افغانستان-سره-څه-باندې-درې-میلیونه-ډالره-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com