دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۳
د مطلب کود : 292012
د روان کال له پیل راهیسې د هېواد په کانونو کې یو میلیارد افغانۍ پانګونه شوې ده
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي د هېواد په کانونو کې پانګونې ته د کورنیو پانګوالو د لېوالتیا زیاتوالي ته په اشارې سره وايي چې د روان کال له پیل راهیسې د افغانستان په وړو او لویو کانونو کې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ پانګونه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت چارواکي وايي، چې د روان کال له پیله تر اوسه یې کوچني او لوی قراردادونه لاسلیک کړي، چې حجم یې یو میلیارد افغانیو ته رسېږي.

د دوی په وینا د کانونو ټول قراردادونه له کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.

د دغه وزارت چارواکو زیاته کړې، چې د کانونو په برخه کې د پراخو پانګونو د جلبولو هڅې دوام لري.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وویل:«په وړه کچه د دې ټولو پانګونو ټولیز ارزښت ۵۰۰ میلیونه افغانۍ کېږي. دغه راز په ١٤٠٣ کال کې د کانونو او پټروليم وزارت دوه لويې قراردادونه کړي، چې يو يې په کابل کې د جګدلک د روبي کان او دغه راز په هرات کې د باريت کان.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي چې د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه شته او په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا ډېره شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي وويل: په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي او کارونه يې هم ښه روان دي. ماین ډیر بهر ته ځي. زموږ د ۲ میلیارد صادراتو څخه، ډیری یې منرالونه دي، کوم چې نادر معدنونه ندي، مګر نیم قیمتي منرالونه دي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه: "خو په ټولیزه توګه د بهرنیو او کورنیو پانګوالو لېوالتیا شته چې د کرنې، تولید، کانونو او پروسس په برخو کې پانګونه وکړي."

له بلې خوا د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې که اسلامي امارت د خصوصي پانګوالو لپاره زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي، نو په هېواد کې به کورنۍ او بهرنۍ پانګونه پراخه شي او د دولتي عوایدو په زیاتوالي سره به په زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
https://avapress.com/vdcb85b55rhb9gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته