دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۶
د مطلب کود : 292009
له سیلاب ځپلو سره پر مرستو ټینګار؛ غور ته د ملا برادر سفر
ملا عبدالغني برادر د غور ولایت سېلاب ځپلو ته د خپل سفر په ترڅ کې له زیانمنو شویو سره پر مرستو ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د غور ولایت له وروستیو سیلاب ځپلو سره د مرستې او لیدنې په موخه د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ته ورسید.

د رېیس الوزرا اقتصادي مرستيال د غور ولايت د سيمه ييزې ادارې له مشرتابه سره په کتنه کې د دغه ولايت له سيلاب ځپلو سره د مرستو دب رابرولو په باب ډاډ ورکړ او سيلاب ځپلو ته يې د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې په چټکتيا ټينګار وکړ.

د ښاغلي برادر په وینا د افغانستان د اسلامي امارت هر چارواکی د ملت پر وړاندې ستر مسوولیت لري او دا مسوولیتونه د طبیعي او ناڅاپه پیښو په صورت کې څو چنده کیږي او مسوولین باید د خپل ولس ستونزې د سیمې په هره سیمه کې حل کړي. هیواد

په غور ولایت کې په تېره یوه میاشت کې سختو بارانونو او سېلابونو لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي او د سېلابونو په لسګونو اوسېدونکي هم بې درکه دي.

دغه راز ويل کيږي چې په دغو سيمو کې د سيلابونو له امله په سلګونو کورونه او دوکانونه او په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه هم ويجاړه شوې ده.


د غور د والي وياند ابوالواحد حماس وايي، چې په فيروزکوه ښار کې زيانونه د نورو سيمو په پرتله زيات دي او په دغه سېلاب کې لږ تر لږه زر څاروي هم له منځه تللي دي.
https://avapress.com/vdchviniw23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته