دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 291967
سږکال په هیواد کې د غنمو په حاصلاتو کې د ۱۳ سلنه زیاتوالي وړاندوینه کیږي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د دغه وزارت د وړاندوینې له مخې به سږ کال په هېواد کې د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه زیات شي.
افغان غږ خبری آژانس) - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی، چې په هېواد کې په ۱۴۰۳ کال کې د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.


دغه وزارت نن (پنجشنبه د جوزا ۲۴مه) یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې د دوی ارزونې ښيي چې په روان هجري لمریز کال کې په افغانستان کې پر ۲.۱۴ میلیونه هکتاره ځمکه غنم کرل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال به په افغانستان کې شاوخوا ۴،۹ میلیونه ټنه حاصلات راټول شي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د افغانستان د سرپرست حکومت د واکمنۍ او د کوکنارو پر کښت د بندیز له امله په افغانستان کې د نشه يي توکو او تریاکو په کښت کې د تېر کال په پرتله ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی. 

د دغه بنسټ په خبره، د نشه يي توکو د کښت د کچې له راټيټېدو سره، په افغانستان کې د غنمو د کښت کچه ​​لوړه شوې او په دغه هېواد کې د کروندګرو لپاره د کوکنارو د کښت بديل ګرځېدلی دی.
https://avapress.com/vdcjmve8auqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته