د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د دغه وزارت د وړاندوینې له مخې به سږ کال په هېواد کې د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه زیات شي.
سږکال په هیواد کې د غنمو په حاصلاتو کې د ۱۳ سلنه زیاتوالي وړاندوینه کیږي
24 جوزا 1403 ساعت 13:54
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د دغه وزارت د وړاندوینې له مخې به سږ کال په هېواد کې د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه زیات شي.
آوا) - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان کړی، چې په هېواد کې په ۱۴۰۳ کال کې د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دغه وزارت نن (پنجشنبه د جوزا ۲۴مه) یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې د دوی ارزونې ښيي چې په روان هجري لمریز کال کې په افغانستان کې پر ۲.۱۴ میلیونه هکتاره ځمکه غنم کرل شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال به په افغانستان کې شاوخوا ۴،۹ میلیونه ټنه حاصلات راټول شي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د افغانستان د سرپرست حکومت د واکمنۍ او د کوکنارو پر کښت د بندیز له امله په افغانستان کې د نشه يي توکو او تریاکو په کښت کې د تېر کال په پرتله ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.
د دغه بنسټ په خبره، د نشه يي توکو د کښت د کچې له راټيټېدو سره، په افغانستان کې د غنمو د کښت کچه لوړه شوې او په دغه هېواد کې د کروندګرو لپاره د کوکنارو د کښت بديل ګرځېدلی دی.
د مطلب کود: 291967