دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 291957
په کانګو کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله تر ۸۰ زیات کسان وژل شوي دي
نړیوالو رسنیو په دې وروستیو کې خبر ورکړی، چې د افریقايي هېواد کانګو په کوا سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د ۲۱ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸۶ کسان وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د الجزیرې خبري آژانس د خبر له مخې، دغه پیښه د سه شنبې په شپه شاوخوا ۱۱ بجې د لدیبا په کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د دغې کښتۍ مسافر له موشیسات ښار څخه د وتلو په حال کې وو. 

د کانګو چارواکو په عین حال کې اعلان وکړ چې تر سلو زیات مسافر ژغورل شوي، خو له دې پیښې څخه د تلفاتو د زیاتیدو احتمال لا هم موجود دی.

د رپوټونو پر بنسټ، د دغې کښتۍ د ډوبېدو اصلي لامل ډېر بار و، خو د دغې بېړۍ د ډوبېدو د اصلي لاملونو په اړه څېړنې پيل شوې دي.

تر دې مخکې هم په افریقايي هېواد کانګو کې د کښتیو د ډوبېدو ورته پېښې خلک وژلي دي.

په وروستۍ پېښه کې د تېر کال په جنورۍ میاشت کې د دغه هېواد په لوونګا سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله تر سلو ډېر کسان ورک شول.
https://avapress.com/vdciwzaryt1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته