کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کانګو کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله تر ۸۰ زیات کسان وژل شوي دي

24 جوزا 1403 ساعت 11:48

نړیوالو رسنیو په دې وروستیو کې خبر ورکړی، چې د افریقايي هېواد کانګو په کوا سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د ۲۱ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸۶ کسان وژل شوي دي.


آوا: د الجزیرې خبري آژانس د خبر له مخې، دغه پیښه د سه شنبې په شپه شاوخوا ۱۱ بجې د لدیبا په کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د دغې کښتۍ مسافر له موشیسات ښار څخه د وتلو په حال کې وو. 

د کانګو چارواکو په عین حال کې اعلان وکړ چې تر سلو زیات مسافر ژغورل شوي، خو له دې پیښې څخه د تلفاتو د زیاتیدو احتمال لا هم موجود دی.

د رپوټونو پر بنسټ، د دغې کښتۍ د ډوبېدو اصلي لامل ډېر بار و، خو د دغې بېړۍ د ډوبېدو د اصلي لاملونو په اړه څېړنې پيل شوې دي.

تر دې مخکې هم په افریقايي هېواد کانګو کې د کښتیو د ډوبېدو ورته پېښې خلک وژلي دي.

په وروستۍ پېښه کې د تېر کال په جنورۍ میاشت کې د دغه هېواد په لوونګا سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله تر سلو ډېر کسان ورک شول.


د مطلب کود: 291957

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291957/په-کانګو-کې-د-یوې-کښتۍ-ډوبیدو-له-امله-تر-۸۰-زیات-کسان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com