دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 291939
په کابل کې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د (NCE) موسسې له خوا د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل د کلکان ولسوالۍ په جویبر کلي کې د اوبو رسولو د شبکې په جوړېدو سره به ۳۵۰ کورنی د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کړې.

دغه شبکه د لمر له انرژۍ څخه په استفادې سره له نویو کیندل شویو څاه څخه اوبه اخلي او د نلونو له لارې کلیوالو ته رسوي.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي چې د اوبو رسولو د دغې شبکې د جوړولو لپاره د (NCA) ادارې څه باندې څلور میلیونه افغانۍ لګولي دي.

له بلې خوا دغه وزارت د کندهار په ارغستان کې د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو او د یو سل شپیته کورنیو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د رسولو خبر ورکوي.

د انرژی او اوبو وزارت په وینا، کلیوالو د پرمختیایي پروژو په پلي کولو کې د اسلامي امارت د هڅو هرکلی وکړ او د پروژو پلي کول یې د خپلو کاروبارونو د هوساینې لپاره ګټور وبلل.
https://avapress.com/vdcipzar3t1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته