کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې

24 جوزا 1403 ساعت 9:27

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د (NCE) موسسې له خوا د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو خبر ورکړ.


آوا - کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل د کلکان ولسوالۍ په جویبر کلي کې د اوبو رسولو د شبکې په جوړېدو سره به ۳۵۰ کورنی د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کړې.

دغه شبکه د لمر له انرژۍ څخه په استفادې سره له نویو کیندل شویو څاه څخه اوبه اخلي او د نلونو له لارې کلیوالو ته رسوي.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي چې د اوبو رسولو د دغې شبکې د جوړولو لپاره د (NCA) ادارې څه باندې څلور میلیونه افغانۍ لګولي دي.

له بلې خوا دغه وزارت د کندهار په ارغستان کې د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو او د یو سل شپیته کورنیو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د رسولو خبر ورکوي.

د انرژی او اوبو وزارت په وینا، کلیوالو د پرمختیایي پروژو په پلي کولو کې د اسلامي امارت د هڅو هرکلی وکړ او د پروژو پلي کول یې د خپلو کاروبارونو د هوساینې لپاره ګټور وبلل.


د مطلب کود: 291939

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291939/په-کابل-کې-د-څه-باندې-څلور-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-رسولو-یوې-شبکې-جوړېدو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com