افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برشنا شرکت ویاند حکمت الله میوندی وایی، د دغه شرکت اجراییوی رییس د دغې پروژې د پلې کېدو د اسانتیاوو د کتنې او چمتو کولو په موخه بغلان او کندز ولایتونو ته سفر کړی او ورسره یې خبرې اترې کړی دی.
هغه زياته کړه: "دوى لومړنۍ سروې پيل کړې، چې له هغې وروسته به د برشنا له شرکت سره ناسته وکړي او بيا به يې د کار د پيل لپاره يوه ورځ وټاکل شي."
د کاسا-۱۰۰۰ پروژه به شاوخوا زر میګاواټه بریښنا له تاجکستان او قرغزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال کړي.
ویل شوي، چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې ارزښت ۱،۲ میلیارده ډالره دی، چې ۲۶۰ میلیونه ډالره یې د افغانستان برخه ده. تر اوسه د نړیوال بانک له خوا سل میلیونه ډالر نه دي ورکړل شوي.
د اقتصادي کارپوهانو په اند، دا پروژه د افغانستان د برېښنا په رسولو او همدارنګه د اقتصادي ودې او سیمه ییز اتصال په برخه کې مهم رول لوبوي.
د هېواد مرکزي بانک څه موده وړاندې اعلان وکړ، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په پلي کېدو سره به په افغانستان کې د دغې کرښې په اوږدو کې د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بنسټیزې پروژې جوړې شي.